زابل؛ غزنويانو لوبډلې د قلات ښار د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۲۲:۲
زابل؛ غزنويانو لوبډلې د قلات ښار د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د قلات ښار په ورزشي جمنازيوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د فوټسال سيالۍ د غزنويانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د استقلال، غزنويان، ترنک، استقلال ب، غزنويان ب او ترنک ب لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د غزنويانو او استقلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې غزنويانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۳/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او د فوټسال لوبې وده ياده شوی وه، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS