لغمان؛ اليشنگ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۰
لغمان؛ اليشنگ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اليشنگ‌ ولسوالۍ په غازي آباد کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اليشنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اليشنگ ولسوالۍ او غازي آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اليشنگ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS