غزني؛ راهيان سعادت لوبډلې د هېواد سويل ختيځ زون د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳
غزني؛ راهيان سعادت لوبډلې د هېواد سويل ختيځ زون د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د فوټسال ملي کمېټې په همکارۍ د غزني ښار په نوي عمري جمنازيوم کې د ولايتونو په کچه د درېيو لوبډلو ترمنځ د هېواد سويل ختيځ زون فوټسال سيالۍ د راهيان سعادت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د لوگر، ننگرهار او کوربه غزني لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د لوگر تندر او غزني راهيان سعادت لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې غزني راهيان سعادت لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د هېواد فوټسال غوره ليگ سياليو ته د غوره لوبغاړو موندل ياد شوي وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS