لوگر؛ پل عالم ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د فوټسال کمېټې له لوري د پل عالم ښار په لودين جمنازيوم کې د مرکز او ولسواليو په کچه د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال گروپي سيالۍ د پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د پيروزي او سنگ شکن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې پيروزي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۳/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی او فوټسال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ او په پاې کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې د اتلولۍ جام او ۸۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۴۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.
