سمنگان کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۴
سمنگان کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ، چې دوې میاشتې وړاندې یاد ولایت کې پیل شوې وې د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د خورشید او ظفر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې خورشید لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش وده ورکول، غوره لوبغاړو موندل او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لرې والی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS