غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۶:۰
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت جاغوري ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د درېیمې ورزشي جشنوارې فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې دوې اوونۍ دوام وکړ، پایلوبه کې د نوین مرکز لوبډلې خپلې سیالې امید کوشه لوبډلې ته د ۶/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې عتیق یوسفي د ۳۴ ګولونو په وهلو غوره ګول وهونکی، محمد علي غوره لوبغاړی او علي سینا فصیح غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۹
Background image

هرات؛ ادرسکن ولسوالۍ کې د والیبال څلور اړخېزه سیالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د انصاري لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۵
Background image

مسابقات تیپ‌بال کرکت میان پانزده تیم در ولسوالی چرخ ولایت لوگر به پایان رسید

رقابت‌های لیگ پرایمر تیپ‌بال کرکت از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لوگر میان ۱۵ تیم که از چندی به اینسو در ولسوالی چرخ این ولایت ادامه داشت،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

. . .

BACK TO NEWS