تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیوونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د درقد ولسوالۍ په ښاروالۍ چمن کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیوونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، موخه د روژې مبارکې میاشتې ته ښه راغلاست و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
