کونړ؛ په اسمار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او همکارۍ د اسمار ولسوالۍ په شير کڅۍ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د زوړ اسمار ينګ سټار او شير کڅۍ ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه اسمار ينګ سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۳۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شير کڅۍ لوبډلې ياد هدف پوره نشوای کړی او د شپږو ويکټو په توپير يې ماتې وخوړه.
