کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د چيلنجر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۲:۱۶
کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د چيلنجر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د نرنګ ولسوالۍ په بر‌ نرنګ ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دولس ورځې وړاندې پیل شوې وې، د چیلنجر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د چلینجر ښوونیزې اکاډمۍ لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د پنځه ویکټو له لاسه ورکول سره خپلې سیالې کریمزي لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه په مقابل کې کریمزي لوبډلې په اتو اورونو کې د پنځه ویکټو له لاسه ورکول سره یوازې ۱۱۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴ منډو په توپیر و بایلله.

د سیالیو په پای کې د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته د لوبغاړو د هڅوونې په موخه چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS