دایکندي؛ اتحاد شلغم لوبډله د خدیر ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۸:۵۴
دایکندي؛ اتحاد شلغم لوبډله د خدیر ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت د خدیر او سنکتخت بندر ولسوالیو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ چې یوه اوونۍ مخکې په شلغم سیمه کې پیل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اتحاد شلغم او ستاره ګان سیاه چوب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتحاد شلغم لوبډلې د ۲/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو پایلوبه د ټولنیزو ورزشونو وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول، سالمه فضأ رامنځته کول او د اختر په ورځو کې د تفرېح برابرول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS