د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۹:۳۹
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د المپیکي، ملي او دودیزو لوبو په برخه کې یو شمېر ورزشي فعالیتونه ترسره کړي او لاسته راوړنې یې لرلي دي، چې راپور یې په لاندې ډول دی.

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بېلابېلو فدراسیونونو استازولیو په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۵۰ ورزشي سیالۍ ترسره کړي دي، چې له دې ډلې یې (۳۷) سیالۍ په مرکز او پاتې (۱۳) نورې سیالۍ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

په دغه کال کې د لامبو وهلو فدراسیون استازولي او د پهلواني دوه کلبونو هم نوی په فعالیت پیل کړی دی، چې په دې سره په اوس وخت کې په یاد ولایت کې د ۲۱ فدراسیونونو استازولي او په بېلابېلو برخو کې ۷۵ کلبونه رسماً فعالیت لري.

د یانې وړ ده، چې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري د عنعنوي لوبو او کونګفو فدراسیون غړو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې دوه سمینارونه هم وړاندې شوي دي.

د پروان ولایت ورزشي آمریت د رغونې او بیا رغونې په برخه کې هېڅ ډول کار نه دی ترسره کړی، خو ورزش‌کارانو یې په ۹ بېلابېلو ولایتي سیالیو کې ګډون کړی دی چې په لومړي، دویم او درېیم مقام ګټلو سره یې یو د اتلولي کپ، ۲۳ مډالونه، درې د سروزو، دوه د سپینو زرو او دوه د برنزو مډالونه یې ګټلي دي.

همداراز د یاد ولایت د آشي هارا کراټې شپږ لوبغاړو ایران کې د یادې ورزشي رشتې په سیالیو کې هم ګډون کړی دی، چې په پایله کې له دویم مقام ګټلو سره هېواد ته راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې کاټلي مانده لوبډلې خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۲
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سور ډاګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS