ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ځوانانو، نویو ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ۱۸ جوړو لوبغاړو له یو بل سره سیالۍ وکړې.
د لوبې لیدو ته د یادې ولسوالۍ ورزشي مسؤولان، د ووشو استادان او د ورزش ګڼو مینوال راغلي وو، چې په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.