هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ ورزش کارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په ذوالفقار ورزشي کلب کې د ۱۲ ورزش کارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو د لیدو لپاره د هلمند ولایت ورزشي آمر، د کونګفو فدراسیون استازي، لوبغاړو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی.
یادې سیالۍ د کونګفو ورزش د ودې او پراختیا په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
