ننګرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د لعلپورې لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د سولې او یووالي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د لعلپورې لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې ۲۵ ورځې دوام وکړ، پایلوبه یې د لعلپورې الف او لعلپورې لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لعلپورې لېسې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه؛ خو سیاله لوبډله یې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۹۲ منډو په توپیر وبایلله.
د لوبې پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ ورکړل شو.