کندز؛ اقتاش ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ د سېلاب اقتاش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۱:۳۸
کندز؛ اقتاش ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ د سېلاب اقتاش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په اقتاش ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ د سېلاب اقتاش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پای کې د سېلاب اقتاش لوبډلې خپلې سیالې شاهین اقتاش لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړل او اتلولي یې خپله کړه.

دغو سیالیو چې دوې ورځې یې دوام وکړ او موخه یې د کندز ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS