دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت د استازولۍ له لوري په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پایله کې ولي محمدي لومړی مقام، علي یوسفي دویم مقام او مرتضی درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.
