هلمند کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ د عظیمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د حبیبي او عظیمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې عظیمي لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې چې درې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
