خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځیني خېلو سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د پاڅون کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لمر او پاڅون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پاڅون لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. لمر لوبډلې د هدف په تعقیب کې یوازې ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۶ منډو په توپیر وبایلله.
یادو سیالیو ۲۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
