غور؛ فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اتفاق بادګاه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۷
غور؛ فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اتفاق بادګاه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې د اتفاق بادګاه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتفاق بادګاه لوبډلې خپلې سیالې جام غور لوبډلې ته د ۷/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ م کال فوټسال نړۍ‌وال جام ته د لار موندنې په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، د دانالاک ستر پهلوان لومړی پړاو سيالۍ د ۲۰ داخلي او بهرني لوبغاړو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د اشي هارا کراټې ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې له کابل، غزني، خوست، کاپيسا، بغلان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او-سپورټ سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له. . .

BACK TO NEWS