د بډمنټون اووه کسيزه ډله په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۱۲
د بډمنټون اووه کسيزه ډله په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په همکارۍ د بډمنټون ملي فدراسیون اووه کسيزه ډله د لومړي ځل لپاره په براکس سياليو کې د گډون په موخه روسيې هېواد ته روانه شوه.

په دغو سياليو کې ۱۳ هېوادونه گډون کوي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د خدای په امانۍ په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس الله محمد اتل مشواڼي، د ياد رياست د دعوت او ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي، د بډمنټون فدراسيون رهبري پلاوو او ورزشکارانو گډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د دعوت او ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي ورزشکارانو ته ځينې مهمې لارښوونې وکړې، نوموړي وويل: " د ورزشکار لپاره پکار ده چې د ورزش ترڅنگ صفاء نيت ولري، کله چې نيت صفاء وي او د الله تعالی رضاء پکې وي، نو حتما بريا يې په برخه وي او ورزش په عبادت کې شمېرل کېږي."

د ښاغلي عطایي په ټکو: "د دې ترڅنگ ورزشکار بايد په اسلامي لباس سمبال و اوسي، له منکراتو څخه ځان وساتي او د پنځه وخته لمانځه پابند و اوسي" ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې زياته کړه تاسو بايد د اسلامي اخلاقو څخه کار واخلئ تر څو هلته غیر مسلمه خلک له تاسو څخه متاثره شي، همدارنګه ښاغلي عطايي ورزشکارانو ته د مسافرانه لمانځه په هکله معلومات ورکړل او هېله يې څرگنده کړه، چې ډکې منگولې هېواد ته راستنه شئ.

د مراسمو په دوام د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي وويل: د اسلامي امارت په راتگ سره ورزش له بل هر وخت وده کړې ده، چې تاسو د ډېرو لاسته راوړنو شاهدان ياست او بايد سترگې پرې پټې نه شي او زیاته یې کړه تاسو د يو ملت او نظام استازيتوب کوئ، بايد د دې نظام شعايرو ته درناوی وکړئ او ټول تمرکز مو په خپلو سياليو وکړئ، په ياد ولرئ د هېواد د ورزش اداره تل ستاسو ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د روسیې هېواد په کازان ښار کې د جون په ۱۳مه نيټه شروع کېږي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

زابل؛ غزنويان لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د "اتحاد جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د غزنويان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS