ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۰ - ۱۸:۵۸
ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خواجه بازانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د خواجه بازانو او عبدالمحی الدين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عبدالمحی الدين لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف کېښود، خواجه بازانو لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به اته ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS