خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د ګربزو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۲۱:۲۷
خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د ګربزو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گربزو ولسوالۍ په مښې کنډو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د مښې کنډو اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ځوان زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميو او متون فيضان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ځوان زلميو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف کېښود، متون فيضان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د څلورو منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته مډالونه او چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۶
Background image

BACK TO NEWS