هرات؛ کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۱۷
هرات؛ کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه ملال کلي کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې شېخ علاالدین محمدي لومړی، عرفان الله جمشیدي دویم او غلام حضرت درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزې غېږنیونې سیالیو ته وده ورکول، دودول او خلکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و.

په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۱
Background image

هلمند؛ نورزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نورزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS