پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۶:۲۹
پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د مرکز گردېز ښار په محمود کلا سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د فوټبال سيالۍ د عيسی خېلو ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې عيسی خېلو ب لوبډلې سيالې عيسی خېلو الف لوبډلې ته ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې شاوخوا ۲۱ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او ورزشکارانو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS