ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۱
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې د نهو ولايتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د ميدان اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې له ميدان وردگ څخه ۱۴، له کابل څخه درېيو او له کونړ، باميان، لوگر کاپيسا، لغمان، ننگرهار او غزني ولايتونو څخه يوې- يوې لوبډلې گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې ميدان اتلانو لوبډلې خپلې سيالې نرخ منتخب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS