بامیان؛‌مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۴۶
بامیان؛‌مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې د مرکز ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د مرکز ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې داودي لوبډلې ته د ۳ پر صفر ګولونو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د زمري ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ ورځې نمانځل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۴
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS