سرپل؛‌ مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۲۱:۵۴
سرپل؛‌ مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د اتحاد اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد اتفاق لوبډلې خپلې سیالې صیاد لوبډلې ته د ۳ پر صفر ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې له اتحاد اتفاق لوبډلې څخه نجات قادري په اووه ګولونو په ترسره کولو سره غوره ګول وهونکی او رحیق الله حمیدي غوره ګول ساتونکی وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه د سرپل ولایت غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلې ټاکل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS