سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۳۸
سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امنیه قومندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د امنیه قومندانۍ لوبډلې خپلې سیالې استقلال تګزار لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د سرپل ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۴
Background image

دایکندي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ستارګان پشتروق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خدير ولسوالۍ کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ستارګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۲
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS