کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن يولسمې دورې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۲۲
کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن يولسمې دورې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پانکريشن فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲٫۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۴ کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د پانکريشن يولسمې دورې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د پانکريشن فدراسيون مسؤلينو په وينا دغه سیالۍ به په ځوانانو، نويو ځوانانو او مشرانو عمري کټگوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به ۴۰ غوره ورزشکاران د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS