خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کورنیو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۱۸
خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کورنیو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په تڼيوال پارک کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اسحاق ح.ق.ا.ن.ي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د کورنيو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پای مراسمو کې د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسکلي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر، د خوست ورزش امر عطاء الله کډوال، ورزشي مسؤلينو، حکومتي او نظامي کارکوونکو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

د يادو سياليو په پايلوبه کې کورنيو چارو وزارت لوبډلې خپلې سيالې پنزايي وحدت لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای مراسمو کې راغلو مېلمنو ته د اعزاز لونگۍ ور په سر شوې او همدارنګه اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنگ ۱۵٫۰۰۰ افغانۍ، مډالونه او دويم مقام گټوونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS