هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په درويشان حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د گرمسېر استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې گرمسېر استقلال لوبډلې خپلې سيالې آريانا افغان لوبډلې ته د ۵ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو غوره لوبغاړی محمد سرور، غوره گول وهونکی آغا ولي او غوره گول ساتونکی بيا نور محمد ونومول شول.
