غزني؛ مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکرېشن ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د پانکرېشن لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره اتلولي یې خپله کړه او د غزني ولایت د پانکرېشن منتخبې لوبډلې وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د پانکرېشن منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
