زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۷
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د قوت الرمي فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې له هرې عمري کټګوري څخه درې- درې ورزش کاران د یاد ولایت د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

دا سیالۍ د زابل د قوت الرمي ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزش کارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې. . .

BACK TO NEWS