پکتيا؛ په ډنډه پټان ولسوالۍ کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ډنډه پټان ولسوالۍ په څپري ميدان کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د واليبال سيالۍ د لنډي ځوانانو لوبډلې په بريا پيل شوې.
دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې لنډي ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې بابو خېلو لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ لوبه يې په خپل نوم کړه.
