بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې آزادې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۴۱
بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې آزادې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ آزادې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو په عمري ګټکورۍ او له ۲۵ تر ۶۰ بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۱ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۳۱
Background image

هلمند؛ نورزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نورزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS