ننگرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د لوبغاړو هڅولو او د هېواد جوړونې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سعادت لوبډلې په بريا پيل شوې.
دغه سیالۍ چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي، لومړنۍ لوبه يې د سعادت او ارباپانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سعادت لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ارباپانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۶۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۳ منډو په توپير وبايلله.
