پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د يوسف خېلو ولسوالۍ په مقام لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د لوبغاړو ته د سالمې تفريح برابرولو او پېژندگلوي په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې دوې ورځې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې يوسف خېلو قومنداني لوبډلې خپلې سيالې مرکزي قومانداني لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
