سرپل؛ مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او والسوالیو څخه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اتحاد ابراهیم ادهم لوبډلې خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته د ۲/ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.