ميدان وردگ؛ چک امنيه قومنداني لوبډلې د زرغون انبوخاک جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د رزغون انبوخاک جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د چک امنيه قومنداني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې چک امنيه قومنداني لوبډلې خپلې سيالې مبارز انبوخاک لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی او اخوت رامنځته کول وو، چې پای کې اتلې لوبډلې ته ۶۶٫۰۰۰ زره افغانۍ، يو پسه او دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
