ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲۷
ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ایان کاروان او خان ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترمنځ ترسره شوه. ایان کاروان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډوهدف وټاکه. خان ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۴
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کنډو سیمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۰
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳. . .

BACK TO NEWS