تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۴۴
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني رزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پای کې پهلوان ګل محمد، پهلوان شبیر، پهلوان شمس الله او پهلوان غفور د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ورزش ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۴
Background image

کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS