کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۳۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همغږۍ په يادې ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کندز منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې له تخار، بغلان او کندز ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې کندز د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، تخار د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او بغلان بيا د ۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې لس تنه غوره ورزشکاران د کندز ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د هېواد په کچه ملي سياليو کې گډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS