ننگرهار؛ ډاکټر حبيب الله احسان د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په توگه وټاکل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۲
ننگرهار؛ ډاکټر حبيب الله احسان د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په توگه وټاکل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د غشي ويشتلو ملي فدراسيون په گډه همغږۍ د يو لړ ځانگړو مراسمو په ترڅ کې ډاکټر حبيب الله احسان د ياد ولايت د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په توگه رسماً وټاکل شو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د خدماتو چارو آمر احمد ناصر زاخيلي، د غشي ويشتلو فدراسيون رييس استاد لعل محمد سيار د ننگرهار ولايت د ورزشي چارو آمر ډاکټر منير الدين خالد، ورزشي مسؤلينو او ورزشکارانو گډون کړی وو.

په يادو مراسمو کې د غشي ويشتلو ملي فدراسيون رييس استاد لعل محمد سيار وويل: (( هڅه مو دا ده، چې د غشي ويشتلو لوبې ته وده ورکړو، تر څو په ياده لوبه کې هم په ملي او نړيواله کچه ښه لوبغاړي ولرو، ښاغلي سيار همداراز هېله څرگنده، چې په نوې ټاکنې سره به په ياد ولايت کې د غشي ويشتلو لوبه لا ښه وده او پرمختگ وکړي.))

د يادولو وړ ده، چې څو ورځې مخکې د ووشو فدراسيون لپاره مسؤل هم ټاکل شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS