د هيواد د ۳۴ ولايتونو ورزشي مسولينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار پيل شو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۹:۳۲
د هيواد د ۳۴ ولايتونو ورزشي مسولينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ولايتونو ورزشي ادارو تر سلو زیاتو مسولينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار، چې درې ورځې به دوام وکړي، پيل شو.

د دغه مديريتي سمينار د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او سپورت عمومي رياست رهبري پلاوي، د ولايتونو رييس صاحبانو، امرينو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د‌ سمينار په‌ پيل کې د‌ المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد سمينار پر عمومي جوړښت، محتوی او شته مواردو يې لنډې خبرې وکړې او هيله يې وښوده، چې د ګډونوالو لپاره ګټور ثابت شي.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته یې کړه: " خوښ يم چې د‌ ورزشي ډګر له ولایتي مسؤلینو له نه ستړي کېدونکو مسولينو سره وينم او له دوی سره ګډون کوم. "

ښاغلي وثيق د ورزش په ډګر کې د ټولو لاسته راوړنو، چې په‌ تېر کې ترلاسه شوې د هغه کريديټ ولايتي مسولينو ته منسوب کړ او د‌ دوی د بې درېغه او نه ستړې کېدونکو هڅو پايله يې وګڼله.

نوموړي په‌ خپلو خبرو کې همدا راز د افغانستان د ورزشي برخې لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او په ټولو برخو کې يې د لا زياتو برياوو او لاسته راوړنو هيله څرګنده کړه، ده زياته کړه : د‌ هيواد د ورزش اداره مو تل ترڅنګ ولاړه ده او هڅه به مو وي، چې ستاسو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړو.

ښاغلي وثيق په ټولو ګډونوالو غږ وکړ، چې په دغه مديريتي سمينار کې په بشپړ ډول ګډون وکړي او په ياده برخه‌ کې د ودې او پرمختګ لپاره ترې لا زياته ګټه پورته کړي.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه مديريتي سمينار چې له ۳۴ ولايتونو پکې تر سلو زیاتو ورزشي مسولينو برخه اخيستې، درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS