پکتيکا؛ په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د سالمې تفريح برابرولو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې لس ورځې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې کرزي لوبډلې خپلې سيالې ابراهيم لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.