کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۱
کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ينگي ارق اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې له مرکز، گلتېپې او قلعه ذال ولسواليو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې ينگي ارق اتحاد لوبډلې خپلې سيالې ينگي ارق بيرليشک لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د‌ يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS