بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .
د یادو سیالیو په لومړی لوبه مې چهاربولک ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې هېواد لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه والیبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي او اته ورځې به دوام وکړي.
