د ورزش ادارې رهبري له لوري په پغمان ولسوالۍ کې د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرنيو ګډونوالو لوبغاړو او ورزشي استازو ته وروستی ماښامی ترتیب شوی و.
د وروستي ماښامي په دغه مجلس کې ټولو بهرنیو مېلمنو ته ځانګړي تندیسونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
