پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې مچلغو سپینې کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړی بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشه یې توکو څخه د ځوانانو د مخنیوی او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
