کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ده بابا علي لوبډلې خپلې سیالې کوهبند لوبډلې ته د ۸/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
